IQNA

په ۲۰۲۲کال کې د نړۍ د مسلمانانو وضعیَت ته یوه  ځغلنده کتنه

7:31 - January 07, 2023
د خبر لمبر: 3486715
ایکنا-(تهران)په ۲۰۲۲کال کې اسلام او مسلمانان په نړیوالو بدلونونو کې په مختلفو حوزو کې له ډيرو ترینګلتیاؤ او مشکلاتو سره  مخامخ وواو په ځينو ډګرونو کې ئې اغیزې شیندلی دي چې په هغوکې په تیر کال کې د قطر د فټ بال دنړیوال جام په بریالیتوب  ااو ډير ښه ترسره کیدا سره د اسلامی نړۍ یو ارزښتمن  او اوڅاره بریالیتوب حسابیږي.

ایکناخبری آژانس د Patheos له قوله راپور راکړ،د نړۍ د مسلمانانو د ژوند په مختلفو حوزو کې د د۲۰۲۲کال پيښې  دتیرو وختونو په څير اغیزشیندونکی او اوڅاره وې . یو ډول و یل کیدلی شي چې ۲۰۲۲کال  له نړیوال نظره او د مسلمانانو په لید کې،د مسلمانانو لپاره  یو حیرانونکی او دکامیابۍ کال ؤ. په اوکراین کې جنګ او دمینځني ختیځ پيښې د صحنې په مرکز کې وې.له اسلامه د ویرولو زیاتیدا پّ تیره بیا په هند ااوفرانسې کې پخپل اوج  کې وه.

 له اسلامه د ویرولو د پروژې زیاتیدا؛

په هندوستان کې،د جنورۍ په لومړنیو کې اعتراضونه له دې وروسته پیل شول چې په ؛اوډوپی؛ ساحلي ښار کې د میرمنو یو حکومتي کالج  مسلمانې زده کونکي له حجاب او ستر کولومنع کړې او ځيني ستر کونکي انجونې ئې له کلاسونو وویستلې او وې وئيل چې حجاب او ستر د ښونځي د یونیفورم برخه نه ده.  یوه میاشت وروسته،یوه محصیله  مسکن خان چې  له ؛الله اکبر ؛چغې پورته کولو وروسته ،یوهډله سړیو چې پر هغې  ئې د حجاب اوستر ددرلودلو په خاطر ملنډې وهلې او هوټينګ ئې کاوه،په نړیوالو خبرونو  سرټکو کې ئې ځاي وموند. دغه څيره  دخپل لباس د خوښولو په باب وائي ،د ا د مالپاره  داسلام له سمبوله ورآخوا دی او  دما د نفس دعزت سمبول دی؛:

ملګرملتو د مارچ پنځلسمه نیټه  له اسلام ویرونې سره د مبارزې نړیواله ورځ اعلان کړې ده. دغه ورځ چې  د پاکستان له خوا وړاندېز شوې ، هغه ورځ ده چې په ۲۰۱۹ کال کې  یو سپين پوستي وسلوال کس د نیوزیلینډ په کرایسټ چرچ کې په دوو جوماتونو کې کابو ۵۱کسان ووژل او شل نور ئې ټپیان کړل.

هند ته بیرته په ستنیدا سره،د افراطي  او توکمپال نریندرا مودی د ملي پال حکومت په واکوالۍ کې  له اسلامه د ویرونې نړیوال سبمول پلازمینه نوی ډیلی  کې د مسلمانانو کابو شل دکانونه وسوځول شول،البته په نهایت کې   ددغه هیواد د سترې محکمې له فیصلې وروسته  ورانکارۍ او ورانیدل ودریدل.

د امریکا ولسمشر جوزف بایډن ، لومړنۍ مسلمانه میرمنه، دنیویارک په ختیځي سیمې کې دفیډرل قاضي په توګه معرفي کړه.  د ګوانتانو بند تر ټولو بوډا قیدی پنځه اویا کلن سیف الله پراچه  له بنده  خوشی شو او پاکستان ته ستون شو.د سپورټ او ورزش په حوزې کې  په قطر کې د فټ بال نړیوال جام سیالۍ ترسره شوې.دا لومړۍ ځل ؤ چې یو عرب او مسلمان هیواد دنړۍ د ترټولو زیات خوښیدونکی او ترټولو زیات لیدونکي لوبې یعني دفټ بال د نړیوال جام کوربه هیواد ؤ.

په دې مینځو میان کې  دمراکش دفټبال ملی ټیم ؤ چې تاریخ جوړونکی شو او په یوه هغه لومړني مسلمان اوعرب هیواد بدل شو چې دقطر په نړیوال  جام سیمي فائينل لوبو ته ئې ځان ورسوه او دنړۍ ترټولو غوره څلورم ټیم  باندې بدل شو.

نگاهی به وضعیت مسلمانان جهان در سال 2022

نگاهی به وضعیت مسلمانان جهان در سال 2022

نگاهی به سال 2022 در دنیای اسلام

https://iqna.ir/fa/news/4111275

 

captcha